امنیت

په کندز کې دبې سرحده ډاکترانو دروغتون دفعاليت بيا پيل

کندز باختر دچنګاښ دمياشتې  ٢١ :
په کندزولايت کې دبې سرحده ډاکترانو د روغتون ډاکتران خپل فعاليت بياپيلوي.
دغه روغتون کابو دوه کاله مخکې  دامريکايي جنګي الوتکو په مرګانيو هوايي بريدونو کې  ويجاړ شو   او په  کندز کې يې فعاليت وځنډيد .
په دې هوايي بريد کې چې دطالبانو له خوا  دکندزښار دنيولو په وخت کې وشو ددغه روغتون څو تنه ډاکتران او کارکوونکي له منځه لاړل .
دبي سرحده ډاکترانو دپروژې   همغږي کوونکي مارکودونيدا له سيمه ييزو مقاماتو سره په کتنه کې وويل   چې په کندز ښارکې بې سرحده ډاکترانو روغتون تر څو ورځو پورې خپل فعاليت بيا پيلوي.
دغه روغتون همدا اوس بيا رغاول شوى دى او ګټې اخيستنې ته   چمتودى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته