امنیت

څلويښت تنه پوليسان مسموم شول.

هلمند باختر دچنګاښ ٥ مــــــــــــه

دهلمند ولايت دمرکز لښکر ګاه ښار په پوځي اکاډمي کې څلويښت تنه پوليسان مسموم شول.

تر اوسه پورې ددغه مسموميت علت نه دى معلوم شوي ، خو سيمه ييز مسوولين وا يي چې په دې باپ څيړنې پيل شوي دي

باخترا ژانس ته په را رسيدلو خبرونو کې ويل شوي دي چې مسموم شوي پوځيان رو غتون ته ليږدول شوي دي.

 د هلمند  د والى ويندوى دا ود احمدي په لښکر ګاه ښارکې دپوځي اکاډمي دپوځيا نو مسمو ميت تاييد کړل ، خو ددغه مسمو ميت دڅرنګوالى او علت په باب بي خبري څرګنده کړه.

احمدي باختر اژانس ته وويل په دې موضوع کې کولاي شو درې علتونه ښکيل وبولو يادا چې داکاډمي دڅښاک او به د اشخاصو له خوا په مسمومونکو توکو ککړ شوى و او يا ددوى ميوې مسمومې شوې وې او يادا چې هغه خواړه چې پوځيان دسهار په چاى کې ورڅخه استفاده وکړه مسموم شوي وو .

ده وويل چې ددغې موضوع دروښانه کيدو په مقصد څيړنې پيل شوي دي .

د هلمند والى ويندوى د مسموم شويو پوځيا نو شميرڅلويښت تنه بولى او وايي چې زياتره دغه پوځيان له درملنې ورووسته له روغتون څخه رخصت شول .

احمدي تاييد کړه چې ديو تن مسموم شوي پوځي رو غتيا يي حالت خرا ب بلل شوى دى .

تراوسه پورې چا ددغه مسمو ميت مسووليت په غا ړه نه دى اخيستى خو له دې مخکې هم څو تنه افغان پوځي کسان په يوې امنيتي پوستې کې  له مسموم کيدو وروسته د وسله والو طالبانو له خوا  په ډزو ووژل شول .

ددغې پيښې مسووليت طالبانو په غا ړه اخيستى او ويلي يې و چې ددغو پوځيا نو خواړه مسموم کړي و

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته