امنیت

دوه تنه د انسان تښتونې په تور په ننګرهارکې وينول شول

کابل باختر د ليندۍ دمياشتي ٢٧ :
دو ه تنه د انسان تښتونې په تور په ننګرهار ولايت کې ونيول شول او يو ماشوم دهغوى له منګولوڅخه آزاد کړى شو.
دملي امنيت د ادارې مطبوعاتي دفتر نن باختر آژانس ته د يوې خبرپاڼې په ليګلوسره وليکل چې د ننګرهار ولايت د اچين ولسوالۍ اوسيدونکى سيد اکرم او ددغه ولايت د خوږياڼي ولسوالۍ اوسيدونکى واحد چې د جلال آباد ښار د اوومې ناحيې له مربوطاتو څخه يې د فرهاد په نامه يو اووکلن ماشوم تښتولى و او د هغه د خلاصون په بدل کې يې له کورنۍ څخه اته سوه زره افغانۍ غوښتې وې، دملي امنيت د لوى رياست د موظفينو دخاصو عملياتو په بهيرکې له يوې بکسې مسموونکوتوکو او له يو موټرسره وينول شول
او تښتول شوى ماشوم د هغوى له منګولو څخه آزاد او کورنۍ ته يې وسپارل شو.
نيول شويوکسانو اعتراف کړى دى چې تر اوسه پورې يې څو تنه ماشومان د ننګرهار او لغمان له ولايتونوڅخه تښتولي دي او ځانمرګوبريدونوته د چمتوکولولپاره يې شمالي وزيرستان ته ليږدولي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته