سیاستخبرونهټولنهTOP

د احصايې او معلوماتو ملي ادارې رئيس د قزاقستان له قونسل سره په هغه هېواد کې مېشتو افغانانو ته د پېژندپاڼو د ورکړې په اړه خبرې وکړې

کابل، د مرغومې ۷مه، باختر
د احصایې او معلوماتو ملي ادارې عمومي رییس ډاکټر فقیر محمد زیار نن د قزاقستان له قونسل موخان مادیلخانوف او مل پلاوي سره د دې ادارې په مقر کې وکتل او په هغه هېواد کې مېشتو افغانانو ته د پېژندپاڼو د ورکړې په اړه يې ورسره خبرې وکړې.
د‌ قزاقستان قونسل په دغه کتنه کې په یاد هېواد کې د مېشتو افغان کډوالو د هویت د تثبیت او هغوی ته د پېژندپاڼو د ورکړې په اړتیا خبرې وکړي او په دې برخه کې یې د دې ادارې د همکارۍ غوښتنه وکړه.
په ورته وخت کې د احصایې او معلوماتو ملي ادارې عمومي رییس په دغه کتنه کې د دواړو هېوادونو تاریخي اړیکو ته په اشارې سره وویل چې قزاقستان له اسلامي امارت سره هم ښې اړیکې ساتلې دي او هيله يې څرګنده کړه، چې دغه لړۍ لا پياوړي شي.
د یادولو وړ ده، چې د احصایې او معلوماتو ملي اداره په بهرنیو هېوادونو کې میشتو افغان کډوالو ته د ‏آسانتیا په موخه په غیر حضوري ډول د پېژندپاڼو د وېش خدمتونه وړاندې کوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته