امنیت

د طالبانو يو قوماندان له څلورو تنو تروريستانو سره ووژل شو

کابل / باختر د تلې  دمياشتې  ٥  :
د ملي امنيت  لوى رياست موظفينو په لوګر ولايت کې  په تروريستي ډلې د يو لړ ځانګړو عملياتو په ترڅ کې د طالبانو يو قوماندان له څلورو تنو ملګرو سره يې  وواژه  او يوولس تنه نور تروريستان يې ونيول .
د ملي امنيت دلوى رياست مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبر ورکړ :
ډغې ډلې غوښتل چې په لوګر او کابل کې تروريستي او يرغليز بريدونه ترسره کړي.
دغه راز د تروريستانو په ډيپوکې يوه اندازه وسله ، مخابراتي وسايل او دوه موټرسايکلونه ترلاسه شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته