سیاست

جمهور رئیس غني: تروریزم زموږ د عصر عمده ننګونه ده او له هغه سره مبارزه اوږدمهاله تعهد ته اړتیا لري

کابل_باختر د کب د مياشتې١مه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني تېر ماښام د مونیخ دري پنځوسم امنیتي کنفرانس کې وینا وکړه وې ویل، د تروریزم پر ضد مبارزه د نړۍ، وچې (قارې)، اسلامي نړۍ، سیمې اوپه ملي کچه تمرکز ته اړتیا لري.
د جمهور رييس د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
په دې کنفرانس کې چې د المان هېواد په مونیخ ښار کې جوړ شو، په هغه کې پرجمهور رئیس غني سربيره د نړۍ له ۳۰ څخه د زیاتو هېوادونو مشرانو او ۸۰ د بهرنیو چارو او دفاع وزیرانو ګډون درلود، جمهور رئیس غني زیاته کړه، افغانستان له تروریزم سره د مبارزۍ په لومړۍ کرښه کې قرار لري او له ۲۰ تروریستي ډلو سره د مبارزې په حال کې دی چې د امریکا متحده ایالات او د ملګرو ملتونو سازمان هغه د تروریستي ډلو په توګه پېژندلې دي. دا مبارزه د تروریستي ډلو په ضد یوازې د افغانستان د ازادۍ نه، بلکې د نړیوال امنیت لپاره وه.       
هغه وویل: تروریزم له ټولنیزو شبکو، ټکنولوژیکي شبکو او جرمي اقتصاد څخه د جرمي سیاست په خاطر په بین المللي کچه استفاده کوي.
جمهور رئیس څرګنده کړه چې تروریزم سرحد نه پېژني او هیڅ سیمه به د هغه له خطر څخه په امان پاتې نشي.
محمد اشرف غني وویل، د تروریزم په ضد د مبارزې په خاطر موږ یوې اجماع، جامع ستراتیژۍ، د مشروع قوې استعمال، ، د ټولنې د مهمو اقشارو ګډون او د تروریزم د ملاتړو هېوادونو څنډې کولو ته اړتیا لرو.
جمهور رئیس څرګنده کړه: په کابل، کندهار، هلمند او د هېواد نورو سیمو کې چې تروریستي بریدونه او همدارنګه د پاکستان سند ایالت کې برید دا ښیي چې تروریزم ښه او بد نه لري.
د هېواد جمهور رئیس وویل: تروریزم زموږ د عصر عمده ننګونه ده او له هغه سره مبارزه اوږدمهاله تعهد ته اړتیا لري. هغه زیاته کړه: د تروریزم د مختلفو اشکالو درک او له هغه سره مبارزه چې د را څرګندېدو په حال کې دي ښایي سخت وي.
جمهور رئیس وویل: د دولتونو له لوري د تروریزم تمویل او د دولتونو کمزوري او په ځانګړې توګه اداري فساد دا پدیده په دې قادروي چې خپل فعالیت پراخه کړي.
جمهور رئیس غني څرګنده کړه: موږ له تروریزم سره په مبارزه کې کامیابۍ ته رسېدلی شو او باید بریالي شو.
جمهور رئیس په دې وینا کې وویل: د موثرې مبارزې او د تروریزم د ودې د مخنیوي لپاره حتمي ده هغه هېوادونه چې تروریزم یې د دولتي سیاست موخو ته د رسېدو وسیله ګرځولې تجرید شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته