کابل – باختر دليندۍ دمياشتې ١٩
د دولت وسله والو مخالفينو نن په لغمان ولايت کې يو ماشوم شهيد او پلار يې
ټپي کړ.
دعليشنګ ولسوال سيدرحيم سادات د دغه خبر په تائيدولو سره باختر اژانس
ته وويل ، چې دغه ماشوم له خپل پلار سره د کرولا موټر په سپرلۍ له عليشنګ ولسوالۍ څخه دلغمان ولايت مرکز ته روان و چې دلارې په اوږدوکې د وسله والو مخالفينو له خوا پرې ډزې وشوې چې له امله يې ماشوم شهيد او پلاريې ټپي شو .
سادات څرګنده کړه چې له دغې پيښې وروسته وسله وال مخالفين له ساحې څخه وتښتيدل او پوليسو دهغوى دموندلو لپاره پلټنې پيل کړې دي.
0 د یوې دقیقې څخه لږ