سیاست

د مشرانو جرګې دکميسيونونوغونډې

کابل باختر د غبرګولي د مياشتې ٣ مه
د حاجي محمد حنيف حنفي په مشرۍ د شکايتونو د اورېدو د کمېسيون په غونډه کې د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت د پلان او پاليسۍ معين فضل احمد عظيمي د باريکآب ښارګوټي کې د کډوالو له پاره د لازمو اسانتياو د نشتوالي او ځينو نورو مسايلو په اړه د سناتورانو پوښتنې ځواب کړې او ويې ويل، دا منو چې بېرته راستنېدونکې يو شمېر ښارګوټو کې د ګڼ شمېر ستونزو سره مخامخ دي خو دغه وزارت د توان تر حده په دې لاره کې د پرتو ستونزو او مشکلاتو په حل کې هڅې کړي او زياته يې کړه چې د باريکآب په ښارګوټي کې امکانات کموالی ددې سبب شوې چې يو شمېر کډوال په کې استوګنه ونه کړي او دغه وزارت راستنېدونکو لپاره د اړینو امکاناتو دبرابرولو په لاره هڅې کوي . کمېسيون د ده د څرګندونو په اورېدو سره پريکړه وکړه چې د دې مسلې د بنسټيز حل په موخه دې د ښارجوړونې چارو، د کليو د پراختيا او بيا رغاونې وزيران، د ښاروالۍ سرپرست او د کابل امنيه قوماندان د کمېسيون په يوې غونډه کې ګډون وکړي تر څو د دې ستونزې په اړه خبرې او لازمې پريکړې وشي.
دغه راز د کورنيو چارو وزارت تاميناتي معين او د دغه وزارت نورو مسئولانو سره د امتيازونو د نه ورکړې له امله د متقاعدینو يو شمېر منسوبينو شکايت چې د کوپراتيفونو په نوم يی پیسې وضع شوي خبرې وشوې،چې ددغو مسئولانو د څرګندونو د وړاندې کولو تر څنګ وويل د بېلا بېلو ارګانونو څخه متعدده پلاوي د کوپراتيفونو رياست د پلټنې په موخه ګمارل شوې تر څو د شکايتونو صحت او ثقم واضح شي ځکه چې د کوپراتييفونو رياست د درې کلونو راهيسې د متقاعدينو د شکايتونو دڅیړلو له پاره هيڅ ډول واک نه لري، په هغه صورت کې چې د څېړنې پايلې روښانه شي په وخت سره به د دوي د حقوقو په اجرا اقدام وشي.
همدا راز د کمېسيون پرله پسې ناستو کې د بادغيس ولايت د بالامرغآب ولسوال نه حضور تر سختې نيوکې لاندي ونيول شو، د نوموړي دغه کار د قانون خلاف او مشرانو جرګې ته نه درناوې وبلل شو، ټينګار وشو چې نوموړې دي په يوې راتلونکې غونډه کې حاضر او راغلو شکايتونو ته دي ځواب ووايي، له دي پرته به د قانون سره سمه پريکړه وشي.
د محمدآجان منګل په مشرۍ د قومونو، قبايلو، سرحدونو او کوچيانو د چارو د کمېسيون په غونډه کې د ملکي خدمتونو د کارکوونکو قانون د څلورمې مادې وروستي پراګراف باندې بحث او خبرې وشوې او د لا زياتو بحثونو په موخه راتلونکې غونډې ته وځنډول شو.
دغه راز د غونډې په بله برخه کې د ناروي کډوالو د شورا او کورنيو بيځايه شويو د څارنې مرکز د تازه رپوټ پر بنسټ چې په کې د کورنيو بيځايه شويو او نورو هېوادونو ته د کډوالو د تګ شمېر مشخص شوي دي، افغانستان په دي نوملړ کې د بيځايه کېدو له امله څلورم هېواد دي. جګړه او همدا راز طبيعي پيښې په ٢٠١٦ کال کې د بي کوره کېدو لوي عامل په ګوته شوې، په ټوليزه توګه نږدې اووه ميليونه انسانان د جګړو له امله بي کوره شوي دي چې په اړه يې بحث وشو ، وويل شول دا چې افغانستان د سختو امنيتي، بيکارۍ او اقتصادي ستونزو سره مخ دي، اروپايي هېوادونه او په ځانګړې توګه د ناروې هېواد د افغان کډوالو د منلو په برخه کې سخاوتمندانه عمل کوي. په پاي کې يو شمېر راغلې عريضې او مکتوبونه تر بحث لاندي ونيول شول چې د بحث وروسته اړوندو ادارو ته واستول شول.
د الحاج قاري ميرحاتم تره خېل په مشرۍ د ولايتي شوراګانو، مصئونيت او امتيازونو د کمېسيون په غونډه کې د ټولنو قانون د ځينو موادو د تعديل او ډېرښت په اړه خبرې او لازمې پريکړې وشوې. د غونډې په بله برخه کې د هېواد د يو شمېر ملي سوداګرو د ستونزو په اړه خبرې وشوې او د اجرااتو په موخه اړوندو مراجعو ته واستول شوې.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته