امنیت

دهېواد په ختيځ کې دالقاعده شبکې دپنځوتنو جګپوړو غړو وژل کيدل .

کابل باختر د مرغومي ٢٩:
دننګرهار ولايت په مربوطاتو کې دځانګړو عملياتوپه بهير کې دالقاعده شبکې پنځه تنه جګپوړي غړي ووژل شول .
  په دې بريد کې درې تنه چيچنيان ، يو پاکستانى او يو افغان چې په افغانستان په تيره بيا دهېواد په ختيځ کې دالقاعده د ډار اچوونکو فعاليتونو  داحيا کولو  او پراختيا دنده يې پرغاړه  لرله ،  وژل شوي دي .
  درارسيدلو خبرونو له مخې،  په دغو ډار اچوونکو تيره شپه  دننګرهار ولايت دشيرزاد ولسوالۍ  په توتوکلي  کې ددوى په پټنځي کې  هغه وخت دملي امنيت دځانګړو  ځواکونو له خوا ناڅاپي بريد وشو چې ديو لړ ډار اچوونکو بريدونو  په پلان جوړولو بوخت وو .
دننګرهار دوالي وياند عطاالله  خوږياڼي  باختراژانس ته وويل چې دملي امنيت  دمامورانو  په دې بريد کې  دالقاعده  شبکې پنځه تنه غړي وژل شوي دي .
دده دڅرګندونوله مخې ،   په دې بريد کې  دالقاعده شبکې  څلورو تنو بهرنيو وژل شويو  غړو  دافغانستان په کچه په تيره بيا  دهېواد په ختيځ کې دالقاعده دفعاليت  دپراختيا او دځانمرګو او بمي بريدونو مسووليت په غاړه  درلود .
ددغو ډار اچوونکو افغان همکار په سراج مشهور  ملا سوندي دالقاعده  دتبليغ او له دغې ډار اچوونکې شبکې سره پيوستون ته دهڅونې دنده پرغاړه  لرله .
   په دې بريد کې درې تنه نور  ډار اچوونکي وژل شوي دي .
   ختم_ ف _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته