ټولنه

د هرات – بادغيس لويه لاره د واورې د اورښت له امله تړل شوې ده

کابل- باختر دکب دمياشتې ٢
د هرات – بادغيس په لويه لاره کې د مسافر وړونکو او بار وړونکو وسايطو تګ راتګ د سبزک په لوړو سيموکې د دغې لويې لارې د تړل کيدو له امله بند شوي دي.
د ٦٠٦ انصار ساحوي زون قوماندان پاسوال حسن شاه فروغ د دغې قوماندانۍ د مشرتابه هيئت په غونډه کې وويل: د سختو لارو په تېره بيا د هرات – بادغيس او د هرات – غور د لويو لارو د پرانستې ساتلو لپاره چې د واورې او باران د اورښت له امله تړلې شوې دي؛ د پوليسو ټول منسوبين دې بايد په موجودو امکاناتو او تجهيزاتو سره اقدام وکړي او هلې ځلې وکړي چې مسافرين په آرامۍ سره په دغو تګلوروکې تګ راتګ وکړي.
په غونډوکې پريکړه وشوه چې تر راتلوونکې خبرتيا پورې په دغو لويو لاروکې د هر راز مسافر وړونکو او بار وړونکو وسايطو تګ راتګ بند شي چې د هېوادوالو د سر او مال د احتمالي زيان مخه ونيول شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته