مهترلام/ باختر د تلې پنځمه :
پنځلس تنه وسله وال طالبان پرون د لغمان ولايت د عليشنګ ولسوالۍ په مربوطاتوکې ووژل شول .
د٢٠١ سيلاب قول اردو وياند شير آقا فقيري دباخترآژانس خبريال ته وويل چې دغه وسله وال مخالفان د لغمان ولايت د عليشنګ ولسوالۍ په مربوطاتوکې له نورو دفاعي او امنيتي ځواکونو سره د ٢٠١ سيلاب قول اردو د لومړۍ پلې لوا په عملياتوکې ووژل شول .
ده زياته کړه چې په دغو عملياتوکې درې تنه نورمخالفان ټپيان او يو تن بل يې نيول شوى دى .
دغه راز په دغو عملياتوکې د عليشنګ ولسوالۍ يوشمېر کلي هم د دښمن له شتون څخه پاک شوي دي .
د يادونې وړ ده چې دوه ورځې مخکې هم پنځلس تنه وسله وال مخالفان د لغمان ولايت د اليشنګ ولسوالۍ په مربوطاتوکې وژل شوي وو.
ختم_ عطاالله _ اکرم
0 1 دقیقه لوستل