امنیت

اته تنه له يوې اندازې نشه يي توکو سره په ننګرهار کې ونيول شول .

کابل باختر دتلي شلمه : اته تنه له څلورو انډيو نشه يي توکوسره دننګرهار ولايت په مربوطاتو کې ونيول شول . دغو کسانو په جلا جلا توګه غوښتل چې په لسګونو کيلوګرامه هيروئين نامعلوم ځاى ته قاچاق کړي . دننګرهار دوالي وياند عطاالله خوږياڼي باختراژانس ته وويل چې امنيتي منسوبينو دغه اته تنه په جلال اباد ښار او دتورخم _ جلال اباد دلوى لارې په اوږدو کې نيولي دي په يوبل خبر کې ويل شوي دي چې په ننګرهار ولايت کې دجنايي پيښو په اړوند ١٤ تنه نيول شوي دي . په نيول شويو کسانودغلا ، شوکماري ، انسان تښتونې او دوژنې تور لګول شوى دى . ختم_ عطاالله _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته