امنیت

دداعش دډلې يو ويشت تنه غړي ووژل شول اوشپږ تنه نور ټپيان شول .

کابل باختر د سلواغې پنځلسمه :
دننګرهار ولايت په مربوطاتو کې پرون دهېواد دامنيتي ځواکونو دهوايي بريدونو له امله دداعش ډلې يو ويشت تنه غړي ووژل شول  او شپږ تنه نور يې ټپيان  او څلور ميله وسلې يې ويجاړې شوې دي .
د٢٠١ سيلاب قول اردو  مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبرورکړ :  دننګرهار ولايت داچين ولسوالۍ په پيخه او دهسکې مينې دولسوالۍ  دنري اوبه ، لنګري کندوو او دګور ګوري په ساحو کې  دداعشيانو دډلې په پټنځيو دهېواد دځواکونو په هوايي بريدونوکې  دداعش دتروريستي ډلې يو ويشت تنه غړي وژل شوي  شپږ تنه نور تپيان او ددوى دوه ميله پيکا او دوه توغندي ويشتوونکي هم ويجاړ شوي دي
دغه راز وسله وال طالبان دچکنوري په ساحه کې له لعل پورې ولسوالۍ څخه دمومند درې ولسوالۍ ته دبيړۍ په واسطه دتيريدو په وخت کې ددوى بيړۍ  په سيند کې ډوبه شوه چې له امله يې دايوبي په نوم يو تن له يوه پيکا ، يو توغندي ويشتوونکى او څلورو کلاشينکوفونو سره په سيند کې ډوب شو او دغه سړى هم وژل شوى دى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته