غزني باختر دسلواغې ٦ نيټه :
پنځلس تنه وسله وال ډار اچوونکي دغزني ښار ته څېرمه ووژل شول .
د٢٠٣ تندر قول اردو قوماندان تورن جنرال شعورګل د باخترآژانس سيمه ييز خبريال ته وويل ؛دغه ډار اچوونکي د غزني ښار ته څېرمه د پوځي عملياتو په بهيرکې ووژل شول.
ده زياته کړه دغه عمليات د( نبرد آهنين ) په نامه تېره شپه دګډو افغان ځواکونو له خوا د غزني ښار په نا امنو سيمو کې پيل شول او د ډار اچوونکود ټغر تر راټولو او ځپلو پورې دوام لري.
ده وويل ؛ د پنځلسو تنو ډار اچوونکو په وژل کيدو سربېره د دښمن يو شمېر جنګي وسايل هم دامنيتي ځواکونو لاسته ورغلي دي.
پاى ذکرالله
1 د یوې دقیقې څخه لږ