امنیت

درې تنه ماشومان له ناندرو وروسته دنښتې له امله ووژل شول .

کابل باختر د چنګاښ  اته ويشتمه :
په بلخ ولايت کې  درې تنه ماشومان دخپل کاکا دزوى له خوا ووژل شول .  په بلخ ولايت کې امنيتي  مقامات وايي چې درې تنه ماشومان  له ناندرو وروسته دنښتې له امله دخپل کاکا دزوى له خوا ووژل شول .
دبلخ ولايت دامنيې قوماندانۍ دامنيت آمر عبدالرزاق  قادري دباختراژانس خبريال ته وويل: دغه درې تنه ماشومان د بلخ ولايت ددهدادي ولسوالۍ  په شير اباد کلي کې ددواړو لورو ترمنځ له ناندرو وروسته دچړو په ګوزارونو سره وژل شوي دي .
ديادونې وړ ده ددغې پيښې عامل  دامنيتي ځواکونو له خوا نيول شوى او تر پوښتنې لاندې دى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته