امنیت

په يوه ترافيکي پيښه کې درې تنه ووژل شول

کابل باختردمرغومي ديرشمه :
په قندهار ولايت کې نن د يوې ترافيکي پيښې له امله درې تنه ووژل شول او درې تنه نور ټپيان شول.
دغه پيښه دقندهار د تخته پل په سيمه کې د يوه موټر د ټکر او د هغه  د چپه کيدو له امله رامنځته شوه.
قربانيان ددغې موټر سپرلۍ وې چې غوښتل يې د دغې سيمې له عمومي لارې څخه تيرشي.
د قندهار د والي ويندوى جاويدفيصل باخترآژانس ته وويل چې په دې پيښه کې درې تنه  ووژل شول او درې تنه نور ټپيان شول .
دقندهار دترافيکو مسوولين ددغه موټر چلوونکى ګړندي تګ ددغې پيښې اصلي انګيزه بولي. که څه هم عيني شاهدان د واټ خرابوالي د دغې پيښې په رامنځته کيدوکې بې اغيزې نه بولي .
د قندهار د يوه روغتيايي مرکز ډاکترانو د دغې پيښې د يوه ټپي روغتيايي حالت خراب وباله.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته