کابل/ د زمري ۲۹مه / باختر
د اطلاعاتو اوفرهنګ وزارت سرپرست او نوماند وزیر نن په ملي آرشیف کې د آزادۍ عکسونو نندارتون، چې غازي شاه امان ا لله خان د دورې لیکلي آثار په کې هم نندارې ته ایښودل شوي دي، پرانیست.
د دغه نندارتون د پرانیستو په مراسمو کې د اطلاعاتو اوفرهنګ وزارت سرپرست د خپلواکۍ د ۱۰۱ مې کلیزې د مبارکۍ په ویلو سره څرګنده کړه چې د پاچا امان الله خان فرهنګي کړنو ته د بیا کتنې په برخه کې پوره پاملرنه نه ده شوې.
ښاغلي زهیر په اماني دوره کې د لومړۍ راډیو، موزیم، کتابتون، سینما، چاپ او خپرولو یادونه وکړه او د پاچا امان الله خان فرهنګي کړنو ته پر بیا کتنې یې ټینګار وکړ.
په دې موخه په جوړه شوې غونډه کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د هنراو فرهنګ او نشراتي چارو معینانو هم ګډون کړی و. د ملي آرشیف رییس د غور تاریخي سندونو د نندارتون د جوړولو په اړه، چې په دغو وروستیوکې راټول شوي دي، خبر ورکړ.