امنیت

د يو ځانممرګى بريد مخه ونيول شوه

کابل باختر دوږي  اووه ويشتمه :
دملي امنيت دلوى رياست موظفينو نن هغه سړي  چې غوښتل يې په بغلان ولايت کې دسيمه ئيزو مسوولينو په وړاندې په ځانمرګى بريد لاس پورې کړي؛  وپيژانده او ويې نيوه .
دملي امنيت داداري مطبوعاتي دفترنن باخترآژانس ته ديوې خبرپاڼې په ليږلو سره  ليکلي دي چې د ملي امنيت دلوى رياست موظفينو د ننګرهار ولايت د چمتلې دکلي اوسيدونکى عبدالبادشاه دځانګړو عملياتو په بهيرکې چې په پاکستان کې دطالبانو ډلې ته جذب او ځانمرګى بريد ته چمتو شوى و او دبغلان ولايت ته استول شوى و، د يو ځانمرګى واسکټ سره  نيولى دى .
ديوبل خبر له مخې: دملي امنيت دلوى رياست موظفينو په يوبل اقدام کې دبغلان ولايت اوسيدونکى عبيدالله اومحمد داود چې پنځه سوه کيلوګرامه پوتاشيم کلورايد ډوله چاوديدونکو توکي يې په يو تونس ډوله  موټرکې ځاى پرځاى  او له پلخمري ښار څخه  دمرکزي بغلان  ولسوالۍ ته  دهغودليږدونې نيت درلود ، ونيوه.
  نيول شويو کسانو په خپل جرم اعتراف کړى دى او زياتې څيړنې او پلټنې پيل شوې دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته