امنیت

اته تنه وسله وال طالبان د سولې له بهير سره يوځاى شول

کابل – باختر دسلواغې دمياشتې ٤
اته تنه وسله وال طالبان د سرپل په دوو ولسواليوکې د سولې له بهير سره يوځاى شول.
د سرپل ولايت د امنيت آمر سمونوال او د امنيې قوماندانۍ سرپرست عنايت الله حبيبي د باختر آژانس خبريال ته وويل چې دغه کسان د ملا تاج محمد په سرګروپۍ نن سهار له يوه کلاشينکوف او يوه کارابين توپک سره له امنيتي ځواکونو سره يوځاى او له تروريستي فعاليتونو څخه يې لاس واخست.
ده زياته کړه: د سرپل ملي پوليسو په يوه کمين کې يو وسله وال طالب د دغه ولايت د صياد ولسوالۍ په قفلاتون کلي کې نيولى دى.
دا په داسې حال کې ده چې په سرپل ولايت کې امنيتي مقاماتو پرون هم په دغه ولايت کې دطالبانو دپوځي کميسيون ديوه جګپوړي غړي دنيولو خبرورکړى دى.

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته