-کابل / دوري ١٢مه / باختر :
د خصوصي روغتونونو اتحاديه له کرونا ويروس سره د مبارزې په لاره کې جدي اقداماتوته چمتو ده .
د دغې اتحاديې رييس او غړو نن له هرات والي سره په کتنه کې د خپلو يو شمېر ستونزو په بيانولو سره د هغو ډاکټرانو او روغتيايي کارکوونکو د زيات ملاتړ غوښتنه وکړه چې په خصوصي روغتيايي مرکزونو او روغتونونوکې په کار بوخت دي.
دوى د دغه ويروس د خپريدو د مخنيوي په لاره کې خپلې مسلکي نظريې طرحه کړې.
د هرات والي هم د روغتيايي کارکوونکو څخه په قدرداني سره چې دکرونا ويروس سره د مبارزې په لومړۍ ليکه کې دي.
د خصوصي روغتونونو اتحاديې د وړانديزونو او نظريو د تحقق او د دوى د ستونزو د حل په خاطر لارښوونه وکړه.
اوس د هرات په کچه ٨٥ خصوصي روغتونونه فعاليت کوي چې هره ورځ څه ناڅه لس زره خلکو ته روغتيايي خدمتونه وړاندې کوي. ختم_ ج _ اکرم
1 1 دقیقه لوستل