امنیت

په هرات ولايت کې دنشه يي توکو د پلورنې په تور دپنځو تنو نيول کيدل

کابل  باختر د زمري  نهمه :
  پنځه تنه دنشه يي توکو دپلورنې په تور په هرات ولايت کې ونيول شول .
دهرات ولايت دامنيې قوماندانۍ له نشه يي توکوسره دمبارزې پوليسو دنشه يي توکو پنځه تنه پرچون پلورونکي  دهرات ولايت دڅلورمې او اتمې ناحيې په مربوطاتو کې په څلورو بيلابيلو عملياتو کې ونيول .
دهرات دوالي وياند جيلاني فرهاد باختراژانس ته وويل چې  له دغو افرادو څخه ١٢٦  انډي   هيرويين  او ترياک ډوله نشه يي توکي دپوليسو لاس ته ورغلي دي نيول شوي کسان دزياتو تحقيقاتو لپاره تر څارنې لاندې دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته