سیاست

جمهوررئیس غني د سېلاوونو د زیانونو د مخنیوي په اړه لازمې لارښوونې وکړې

کابل/ باختر/ د وري د مياشتې ۲۸ مه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهوررئیس محمد اشرف غني په مشرۍ د سېلاوونو د وضعیت او له زیانمنو شویو سره د مرستې په خاطر د حکومت د اقداماتو په اړه غونډه تېر ماښام په ارګ کې جوړه شوه.
د جمهور رييس د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
په پیل کې پېښو ته د رسیدګۍ په برخه کې د دولت وزیر نجیب آقا فهیم، د وروستیو سېلاو ځپلو د وضعیت او له هغوی سره د حکومت د نغدي او غېر نغدي مرستو په اړه هر اړخیز راپور وړاندې کړ، دغه راز د اړوندو ادارو مسوولینو په دې اړه د خپلو ادارو د اقداماتو په اړه هم خبرې وکړې.
جمهوررئیس غني د یاد راپور او خبرو له اورېدو وروسته اړوندو مسوولینو ته په ټولو ولایتونو کې د زیانونو د مخنیوي او د زیانمنو شویو او اوښتو زیانونو د دقیقې ارزونې لپاره مسوولینو ته د هر اړخیزو اقداماتو په خاطر لازمې لارښوونې وکړې.
جمهوررئیس په کابل کې د وروستیو سېلاوونو په اړه وویل، د ټولو خلکو غوښتنه دا ده ده چې د کابل سیند حریم باید مشخص او له غاصبینو څخه واخیستل شي.
د هېواد جمهوررئیس څرګنده کړه: د کابل د اوبو د مدیریت لپاره عاجل پلان ته اړتیا ده او ټولې اړوند ادارې دې په همغږۍ پر دغه پلان کار وکړي چې په شپږو میاشتو کې د کابل په سیند کې محسوس تغییر رامنځته شي.
دغه راز جمهوررئیس محمد اشرف غني د سېلاو ځپلو پر تشخیص او هغوی ته د بېړنیو مرستو پر رسولو ټینګار وکړ.#
پای – ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته