ورزش

نيکپا سبا له خپل بلجيمي سيال سره سيالي کوي .

کابل باختر دچنګاښ  څوارلسمه :
دافغان تکواندو ورزشکار روح الله نيکپا  ټاکل شوې ده سبا له خپل  بلجيمي  سيال سره په چين کې  سيالي وکړي .
دالمپيک دملي کميټې  داطلاعاتو آمر باختراژانس ته خبر ورکړ، دنړۍ  ددوه ديرشو غوره ستورو دتکواندو سيالي چې پرون دچين په ولسي جمهوريت کې پيل شوې، افغان ورزشکار روح الله نيکپا  ټاکل شوې ده سبا له خپل بلجيمي سيال سره سيالي وکړي .
ديادونې وړ ده چې افغان تکواندو کار  ورزشکار روح الله نيکپا  دنړۍ دتکواندو ددوه ديرشو غوره ستورو په ديارلسم  رديف کې دى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته