امنیت

په هلمند کې ددريو تنو ډار اچوونکو وژل کيدل

کابل باختر دکب شپږ ويشتمه
درې تنه ډار اچوونکي نن په هلمند ولايت کې ووژل شول .
دهلمند دامنيې قوماندانۍ وياند  محمد زمان همدرد باختراژانس ته وويل چې دغه ډار اچوونکي دپوليسو دمنسوبينو اوددغه ولايت دملي امنيت درياست په عملياتو کې دهلمند ولايت دنهر سراج  ولسوالۍ دبازار دمهاجر په ساحه کې  ووژل شول .
دوژل شويو کسانو مړي دپيښې په ډګر کې پاتې دي
همدرد زياته کړه چې په دغو عملياتو کې دډار اچوونکو دوه کلاشينکوفونه ، يو موټر او داپينونولس  ستر کڅوړي ترلاسه شوي دي .   ختم- عطاالله _ اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته