ټولنه

په جوزجان کې د ترافيکي پيښو زياتوالى

کابل باختر دمرغومي دمياشتې  ٢٦ :
په جوزجان ولايت کې د تيرکال په پرتله ترافيکي پيښې زياتې شوې دي .
د جوزجان د ترافيکو مديريت د پيښو آمر لومړى څارن محمدسرور خوشي وال باختر آژانس ته وويل: د روان کال د وري د مياشتې له پيل څخه تر اوسه پورې  ٥٤  ترافيکي پيښې په  دغې ادارې کې ثبتې شوې دي.
ده څرګنده کړه: په ١٣٩٤ کال کې په دغه ولايت کې ٥٢ ترافيکي پيښې رامنځته شوې وې؛ خو اوس چې د کال تر پاى پورې دوه مياشتې پاتې دي؛  ٥٤ ترافيکي پيښې په دې ادارې کې ثبتې شوې دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته