سیاست

په کابل کې د فرانسې سفیر د اجرائیه ریاست له لومړي مرستیال سره وکتل

کابل  باختر دغبرګولي دمياشتې ١٣نيټه :
په کابل کې د فرانسې سفیر د اجرائیه ریاست له لومړي مرستیال انجنیر محمد خان سره وکتل.
د اجراييه رياست مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبر ورکړ:
دغه کتنه چې په مرمرینه ماڼۍ کې تر سره شوه؛ د فرانسې سفیر( فرانسوا ریشیهِ ) د دواړو هېوادونو له نیکو اړیکو څخه خوښي څرګنده کړه او د دغو اړیکو پر دوام یې ټینګار وکړ.
د فرانسي سفیر زیاته کړه چې هېواد به یې له افغانستان سره د پخوا په څېر په راتلونکی کې هم خپلو مرستو او همکاریو ته دوام ورکړي او په یو شمېر ولایتونو کې به د کرنیزو چارو د مرستو څانګې او په کابل کې به د ماشومانو د کلینیک ترڅنګ دمیرمنو د روغتيايې مرکز او نور صحي مرکزونه هم پرانیزي ترڅو هغه میندې او ماشومان چې دتداوۍ لپاره بهر ته وړل کیږي په همدې روغتیایي مرکزونو کې یې درملنه وشي.
د اجرائیه ریاست لومړي مرستیال انجنیر محمد خان د فرانسې هیواد له سفیر سره د کتنې پرمهال د فرانسي دولت او د خلکو د مرستو قدرداني وکړه او زیاته يې کړه چې په تیرو کلونوکې د فرانسې هېواد په کابل کې د ماشومانو د روغتیايي کلینیک او استقلال له عالي لیسې سره د فرانسي د هېواد د مرستو یوه بېلګه ده .
لومړي مرستیال انجنیر محمد خان هیله څرګنده کړه چې فرانسه او نړیواله ټولنه  دې له افغانستان سره د اداري فساد، د تروریزم په له منځه وړلو او د سولې په راوستلو کې بشپړه همکاري وکړي او په هغو هېوادونو دې فشار راولي چې په افغانستان کې د تروریزم ملاتړ کوونکي دي.
په پای کې د فرانسې هیواد سفیر د اجرائیه ریاست لومړي مرستیال ته ډاډ ورکړ چې هيواد يې ژمن دی چې له افغانستان سره به اوږد مهاله اقتصادي، روغتيايې ،تعلیمي، ټولنیزو او نورو بیلا بیلو چاروکې مرستې وکړي . 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته