ورزش

دافغانستان دکرکټ دملي ټيم داستراليا له ملي ټيم سره لوبه کوي .

کابل باختر د کب  يوولسمه :
دافغانستان دکرکټ ملي ټيم دکرکټ د ٢٠١٥ ميلادي کال په نړيوال جام کې  په خپلې څلورمه لوبه کې  دچارشنبې په ورځ داستراليا له ملي ټيم سره مخامخ کيږي .
دباختراژانس دخبر له مخې، دکرکټ د ٢٠١٥ ميلادي کال  دنړيوال جام په سياليو کې چې همدا اوس په استراليا او نوي زيلاند کې دوام لري  ، دافغانستان دکرکټ ملي ټيم داستراليا له ټيم سره  خپله څلورمه لوبه دافغانستان په وخت دچارشنبې دورځې له غرمې مخکې په يوولسو بجو پيليږي .
ديادونې وړده چې داستراليا دکرکټ ملي ټيم دنړۍ  دډيرو قوي ټيمونو له جملې څخه بلل کيږي .  خو دهيواد دکرکټ  بورد مسوولين وايي چې دافغانستان دکرکټ دملي ټيم غړي داځلې هم  دښه تياري تر څنګ په يوې  لوړې  روحيې سره داستراليا ټيم په وړاندې دريږي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته