نړۍ

دلبنان مفتي دروان کال دتلې دمياشتې ١٢ دشنبې ورځ دنيکمرغه لوى اختر لومړۍ ورځ اعلام کړه

 بيروت ايرنا  باخترد تلې دمياشتې   ٣:
دلبنان داهل سنت  عمومي مفتي شيخ عبدالطيف دريان  نن دپنجشنبې  ورځ
١٤٣٥ هجري قمري کال  د ذى الحجته الحرام  دمياشتې  لومړۍ ورځ او  د١٣٩٣ هجري لمريز کال دتلې دمياشتې  ١٢ اود ذى الحجته الحرام دمياشتې  لسمه دشنبې ورځ  دنيکمرغه لومړۍ ورځ اعلام کړه .
دايرنا دخبرله مخې :  په دې وينا کې ويل شوي دي  چې دراتلوونکې  جمعې ورځ دتلې دمياشتې يوولسمه  په عرفاتو کې دوقوف  ورځ ده .
شيخ دريان دنيکمرغه لوى اختر له امله  ټولو مسلمانانو ته مبارکي ويلې ده  او دبيت الله شريف  حاجيانو ته يې  دمقبول حج  هيله کړې ده .
دلبنان عمومي مفتي هيله کړې ده  چې دنيکمرغه لوى  اختر په درشل کې  په دغه هېواد کې امنيت اوثبات تامين شي .
د لبنان دشيعه عالمانو  سيدعلي فضل الله  دفتر هم  ديوې وينا په صادرولو سره  دتلې دمياشتې ١٢ دشنبې  ورځ دنيکمرغه لوى اختر لومړۍ ورځ اعلام کړې ده  او هيله يې وکړه  چې  په ټولو اسلامي هېوادونو کې وحدت ، سوله ،.امنيت اوثبات تامين شي  .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته