ټولنه

د دايکنډي ولايت دښار او کورجوړولو رياست دودانۍ دجوړولو کار پيل شو .

کابل باختر د لړم دوه ويشتمه :
ددايکنډي ولايت دښار او کور جوړولو رياست دودانۍ دجوړولو کار نن پيل شو .
ددايکنډي ولايت دښار او کور جوړولو رييس انجنير عبدالقادر  دانش يار باختراژانس ته وويل چې دغه ودانۍ دښاراو کورجوړولو وزارت له پرمختيايي بودجې څخه ددولسو مليونو شپږ سوه زرو افغانيو په لګښت په دوو پوړونوکې په پاخه او اساسي ډول جوړېږي چې په هغې کې دولس کاري خونې او داړتياوړ نورې  برخې په پام کې نيول شوې دي .
ددغې ودانۍ دکار دپيل په مراسمو کې  ددايکنډي والي محمود بليغ دولايتي شورا غړو ، ددولتي ادارو رييسانواويوشمير خبريالانو ګډون درلود .
  ختم_ عطاالله _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته