کابل باختر د چنګاښ ٢٧ نيټه :
نهه تنه پاکستاني طالبان په نورستان ولايت کې دهوايي بريد په نتيجه کې ووژل شول .
په دغوپاکستاني طالبانو تېره شپه په کامديش ولسوالۍ کې دډيورنډ کرښې ته څيرمه بريد وشو.
دهېواد په ختيځ کې د ملي اردو يوقوماندان باخترآژانس ته وويل چې په دې هوايي بريدکې نهه تنه پاکستاني جګړه ماران ووژل شول
ديوبل خبرله مخې ، په نورستان ولايت کې ديولړ چاودنو مخه ونيول شو .
امنيتي مامورينو نن سهار دنورستان ولايت له ګن ميشتو لارو څخه شپږ ماينونه کشف او شنډ کړل .
تراوسه پورې ددغو ماينونو دښخولو مسووليت چاپه غاړه نه دى اخستى .
ختم _ ج_ اکرم
1 د یوې دقیقې څخه لږ