سیاست

دناتو عمومي منشي په انتخاباتو کې دافغانستان دخلکو ګډون وستايه

کابل /دتلې ٧مه /باختر:
دناتو عمومي منشي ينس ستولتنبرګ دجمهوري رياست په انتخاباتو کې دافغانستان دخلکو ګډون پرون وستايه .
ستولتنبرګ پرون په خپل تويتر کې وليکل چې دناتو پوځي تړون په افغانستان کې دسولې دتامينولو لپاره ددغه هېواد تر څنګ ولاړ دى . 
په همدې حال کې په کابل کې  دامريکا سفارت هغو افغانانو ته دزړه له کومې مبارکي وويل چې دامنيتي ګواښونو په څپوکې له خپلو کورونو څخه ووتل او له خپل دموکراتيک حق څخه يې ګټه واخسته او په دغو انتخاباتو کې يې راى ورکړې .
په افغانستان کې دملګروملتو دسازمان دفتر يا يوناما افغانان په انتخاباتو کې دګډون په خاطر وستايل او له بين المللي بنسټونو او ادارو څخه يې مننه وکړه چې  په افغانستان کې يې دغه انتخابات شونې کړل .او دخلکو دراى ورکولو  لپاره يې زمينه برابره کړه .
پاکستان هم دجمهوري رياست دڅلورم ځل انتخاباتو دبرياليتوب په خاطر افغانانو ته مبارکي وويله .
دپاکستان حکومت په هغې اعلاميې کې چې پرون خپره شوه ليکلي دي چې قوي ، خپلواک او سوله ييز افغانستان غواړي چې دسيمې دسولې او ټيکاو لپاره مهم دى .
   ختم_ عطاالله _اکرم                                      ‏5:22:47 م

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته