امنیت

په بلخ کې سازمان موندلو جرمونو کمښت موندلى دى

کابل – باختر د وږي دمياشتې ١١
په دې وروستيو څلورو مياشتوکې سازمان موندلي جرمونه په بلخ ولايت کې کمښت موندلى دى .
د بلخ ولايت امنيتي مسوولين د روان کال د څلورو مياشتو په بهيرکې دسازمان موندلو جرمونو د کمښت خبر ورکوي او وايي چې د خلکو په تېره بيا د ځوانانو ويښتيا او له امنيتي ځواکونو سره د دوى جدي همکارۍ، د پوليسو د مسلکي پوهې دکچې لوړتيا او شپه ورځ د پوليسو فعاليتونو د دغو جرمونو کمښت دليل بولي.
د بلخ ولايت د امنيې قوماندانۍ مرستيال عبدالرزاق قادري باختر آژانس ته وويل: وسله والې غلاوې، ترور، شوګمارى او انسان تښتونې په بلخ ولايت کې صفرته رسيدلي دي، ځکه د خلکو هوښيارتيا او ويښتيا ده چې خپله هر ورځ خبريږي.
له بله پلوه هغه ګروپونه چې په غلاوو او سازمان موندلو جرمونو لاس پورې کوي؛ د پوليسو له خوا نيول کيږي چې نور هغوى په انفرادي ډول نه شي کولاى په وسله والو غلاوو لاس پورې کړي.
قادري زياته کړه: په لويه لاروکې جدي امنيتي تدبيرونه نيول شوي دي او په روان کال کې د تښتونې درې ناکامه پيښې رامنځته شوې دي .
خبرځاى زياته کړه: د پوليسو د ظرفيتونو او د مسلکي پوهاوي د کچې لوړتيا هم د سازمان موندلو جرمونو د کمښت له مهمو دليلونو څخه شمېرل کيږي.
په همدې حال کې د مزارشريف ښار يو شمېر اوسيدونکي هم په خپلو سيموکې د امنيت د تامينولو له امله خوشحاله دي او هيله لري چې پوليس وکولاى شي دبلخ ولايت په ټولو سيموکې امنيت تامين کړي؛ شوګماران او جوارګر او د شرابو د پلورنې عاملين هم ونيسي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته