کابل باختر دمرغومي اووه ويشتمه :
داطلاعاتو او فرهنګ وزارت مالي اداري او دګرځندوى معين زردشت شمس په کابل کې د عربي متحده اماراتو سفارت له سرپرست سره په کتنه کې دقندهار په وروستۍ پيښه ددغه هېواد دديپلوماتانو د وژل کيدو له امله خواشيني څرګنده کړه .
په دې کتنه کې داطلاعاتو او فرهنګ وزارت معين افغانستان او دعربي متحده امارات ترمنځ په دوستانه اړيکو ټينګار وکړ او دواړه هېوادونه يې دوستان او دديني مشترکات لرونکي هېوادونه وبلل .
په کابل کې دعربي متحده اماراتو دسفارت سرپرست هم ډاډ ورکړ چې دغه شان پيښې ددواړو هېوادونو په دوستانه اړيکو هيڅ راز ناوړه اغيزه نه شي کولى .
په دې کتنه کې داطلاعاتو او فرهنګ وزارت سلاکار ډاکتر محب الله ذاکري هم ګډون کړى و .
1 1 دقیقه لوستل