کابل باختر د وږي اوولسمه :
دهلمند سوله غوښتوونکي کاروان پرون ماښام سمنګانو ولايت ته ورسيد .
دباختراژانس دسيمه ئيز خبريال دخبرله مخې ، دغه وګړني کاروان له دوو مياشتو پلې مزل وروسته له هلمند څخه کابل ته راورسيد او له کابل څخه د ايبکو ښار ته ورسيد .
ددغه کاروان غړي دخراسان کارتې په جومات کې تم شول ، دهلمندي سوله غوښتوونکو دکاروان مسوول محمد اقبال خيبر باختراژانس ته وويل چې ددغه کاروان غړي له دوو مياشتو وروسته له هلمند څخه کابل ته ورسيد ل او له کابل څخه دشمال په لور روان شول چې دا دى اوس دسمنګانو ولايت مرکز ته ورسيدل . خيبر وويل هرې سيمې ته چې رسيږي له خلکوسره دسولې په باب خبرې کوي چې په هېواد کې دسولې دټينګښت په خاطر يوه لاره ومومي .
دسمنګانو دسولې دشورا استازي حکمت الله حنفي له دغه کاروان څخه په ملاتړ سره دسمنګانو له خلکو څخه وغوښتل چې له هغوى سره يوځاى شي .
دسوله غوښتوونکي دکاروان غړي په پام کې لري چې دبلخ ، جوزجان او دفارياب له ولايت څخه وروسته دبادغيس او هرات ولايتونو ته هم لاړ شي اوخلک سولې ته راوبولي . ختم_ ج _ اکرم
1 1 دقیقه لوستل