امنیت

په هلمند کې دوه تنه سرتيري شهيدان شول

لښکرګاه  باختردکب دمياشتې٢٣ نيټه :
دوه  تنه پوځي منسوبان نن سهار د هلمند ولايت د نادغلي په ولسوالۍ کې دځانمرګي بريد له امله شهيدان شول.
په  هلمند کې دسرحدي لوا وياند جنت ريحان دباخترآژانس  خبريال ته وويل ؛ د هلمند ولايت د نادعلي ولسوالۍ د سيدآباد په ساحه کې د سرحدي ځواکونو لومړي کنډک ته څيرمه  ځانمرګي بريد شوى دى.
ريحان زياتوي چې دغه بريد د يو ه مازدا موټر په مټ ترسره شوى چې له امله يې دوه تنه سرتيري شهيدان شوي دي
ده وويل ؛ چې په دې پيښه کې دوه تنه نور پوځيان ټپيان شو ي دي.
پاى شکريه  ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته