ټولنه

د واورې اورښت د دايکنډي لارې تړلې دي

کابل/دمرغومي۱۶مه/باختر
د واورې د سختو اورښتونو له امله له پرون راهيسې د دايکنډي مواصلاتي لارې تړل   شوې دي.
په دايکنډي کې د سړکونو د ساتنې او څارنې رييس انجنير خداداد سيرت د باختر آژانس خبريال ته وويل چې د واورې د سختو اورښتونو له امله د دايکنډي له ولسواليو سره ددغه ولايت دمرکز مواصلاتي لارې تړلې شوې دي او ترهغه وخته پورې چې هوا صافه نه شي؛ د تړل شويو لارو د پرانيستلو لپاره هېڅ راز اقدام نه ترسره کېږي.
د دايکنډي د ځمکني ترانسپورت مدير رضا حسيني وويل چې ټولو مسافر وړونکو اتحاديو ته لارښوونه شوې ده چې د واورې د اورښت په ورځوکې د دايکنډي د مرکز په تګلوري کې له تګ راتګ څخه ډډه وکړي.
پاى ج ذ

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته