امنیت

د يوقوماندان په ګډون١١ طالبان ووژل شول

کابل/ د کب١٢مه/ باختر
د قندهار په ارغنداب ولسوالۍ کې په تېرو ٢٤ ساعتو کې د کوماندويانو په عملياتو کې د يو قوماندان په ګډون ١١ وسله وال طالبان ووژل شول.
د ملي دفاع وزارت د وياند مرستيال فواد امان د باخترآژانس خبريال ته وويل: دغه عمليات چې د هوايي ځواکونو په ملاتړ په ارغنداب ولسوالۍ کې وشول د يو قوماندان په ګډون ١١ وسله وال طالبان ووژل شول او ١١ نورټپيان شول.
دغه راز په عملياتو کې د دغې ولسوالۍ زياتې سيمې د وسله والوطالبانو له شتون څخه پاکې شوي او د دښمن يو موټر، ٧ موټر سايکلونه، يوه پيکا، يو توغندى ويشتونکى ترلاسه او ٢٠ ډول ډول ماينونه کشف او شنډ کړاى شول.
پاى \ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته