کابل باختر د کب د مياشتې ٥ :
د آسياد جام دکرکټ لوبې نن دکوربه هېواد له ګډون پرته په بنګله ديش کې پيل شوې .
د باختر آژانس دخبرله مخې : لومړۍ لوبه د کوربه هېواد بنګله ديش او دهندوستان دکرکټ دټيمونو ترمنځ نن ماښام په شپږو بجو پيل شوه .
د هېواد دکرکټ ملي ټيم دغه جام ته دلارې موندلو په لوبه کې د عربي متحده اماراتو دکرکټ دملي ټيم په وړاندې ماتې وخوړه او له سياليو څخه ووت .
دهېواد دکرکټ ملي ټيم د٢٠١٤ميلادي کال دآسيايي جام لوبو ته لاره موندلې وه .ديوبل خبرله مخې : دسريلانکا او دعربي متحده اماراتو دکرکټ ټيمونه دکابل په وخت دراتلوونکي جمعې دورځې له غرمې وروسته په ٥ بجو لوبه کوي.
1 د یوې دقیقې څخه لږ