جاګارتا باختر د لړم دمياشتې لسمه :
رسنيو دهغو سندونو له مخې رپوټ ورکړى دى چې د امريکا دملي امنيت دسازمان پخواني کارکوونکي هيدوارد اسنودن افشا کړې ده ښيي چې په جاګارتا کې دامريکا سفارت د اندونيزيا دجمهور ريييس په باب د جاسوسي لپاره کارول شوي دي .
دغه سندونه ښيي چې په جارګارتا کې دامريکا سفارت د اوريدو په تجهيزاتو سمبال دي چې د اندونيزيا دنورو مشرانو دڅارنې لپاره هم ورڅخه استفاده شوي ده .
دامريکا دملي امنيت دسازمان افشا شوې سندونه دغه راز ښيي چې استراليا اجازه ورکړې ده دامريکا داستخباراتو دسازمان پټ پروګرامونه په اندونيزيا ، تايلند ، ويتنام ، چين او ختيځ تيمور کې داستراليا له سفارتونو څخه استفاده وکړي .
داندونيزيا دبهرنيو چارو وزارت په جاګارتا کې دامريکا سفير ددغو تورونو په اړوند دڅرګندونو لپاره احضار کړى دى .
0 1 دقیقه لوستل