اقتصاد

په افغانستان کې د کرنې د پراختیا او د تولیداتو د ارزونې په موخه د بنسټونو د وړتیا لوړونې پروژه پرانیستل شوه

-کابل – باختر د سلواغې دمياشتې ١٣
دکرنې، اوبو لګولو اومالدارۍ وزارت، په دې موخه، چې څنګه وکولای شي، له اوبو، خاورې، بوټو او له ځمکې څخه د ګټې اخیستنې د څرنګوالي په برخه کې کره معلوماتو او شمیرو ته لاسرسی ومومي، په کرنه کې د نړیوال خوراکي سازمان"FAO" په مرسته او د اروپایي ټولنې لخوا د ۲.۵ میلیونه یورو په مالي لګښت، په افغانستان کې د کرنې د پراختیا او تولیداتو د ارزونې لپاره د بنسټونو د وړتیا لوړونې پروژه پرانیستله.
د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر ښاغلي اسدالله "ضمیر" په دغه اړه د خبرو کولو په ترڅ کې وویل:" نوموړې پروژې د څارنې دسیسټمونو لپاره د ښې طرحې برابرولو، د ځمکنیو سرچینو د تجزیې او تحلیلولو، همدا راز په سیمه ییزه او ملي کچه د اقلیمي پیښو پر وړاندې د ځمکي جزیاتو تناسب لرلو، د کرنې د پراختیا او تولیداتو د ارزونې لپاره د افغانستان د بنسټونو پیاوړي کولو په موخه په کار پیل وکړ".
په افغانستان کې د اروپایي ټولنې استازي ښاغلي موریزیو کلن په خپلو خبرو کې وویل: افغانستان د اقليمي بدلون او چاپیریال ساتنې پر وړاندې یو له زیان منونکو هیوادونو څخه دی، چې منفي اغیزې یې د کرنې په سکټور باندې پاتې کیدای شي. نو په دې اساس ډير اړین دي، چې د دغه حیاتي برخې، چې د کرنې د ودې، د اوبو د مدیریت کولو، او د انرژی د نوي کولو او خوراکي خوندیتوب په اړده دي ، باید ځانګړې پاملرنه ورته وشي.
ورپسې په افغانستان کې، د خوراک نړیوال سازمان "FAO" استازي ښاغلي تومیو شیچیری په دې اړه داسې وویل: افغانستان د غلو دانو، حبوباتو، میوو، او سبزیجاتو د زیاتوالي په برخه کې د لوړې وړتیا لرونکی دی، نو اړینه ده، چې ددې ارزښتناکه زنجیره یی محصولاتو برابرولو ته پراختیا ورکړي. په داسې حال کې، چې ددغه زنجیره یي سیسټم ته پراختیا ورکول، رواجول او عملي کول پانګې اچونې ته اړتیا لري، تر څو د پروسس کولو په ټیټه کرنیزه کچه کې وړتیاوې جوړې کړي. نو په داسې پیچلتیاو کې، دکرنیزو تولیددونکو محصولاتو د څارنې، تحلیل او تجزیې سیستم جوړول د افغانستان اسلامي جمهوریت یو له لومړیتوبونو څخه دي.
نوموړې پروژه درې اصلي موخې لري:
· د څارنې په موخه د مسلکی او بنسټیزو وړتیاو پیاوړي کول، د ځمکنیو اطلاعاتي سرچینو د مدیریت او تولیدونکو سیستمونو تحلیل او تجزیه کول.
· د کرنیزې څارنې پیاوړتیا، تجزیه او تحلیل، اړیکې درلودل او د کرنیز او خوارکي خوندیتوب په برخه کې د پریکړو نیولو په موخه د شمیرو او اطلاعاتو څخه ګټه اخیستل.
· مدیریت او په محلي کچه له خبرتیاوو څخه ګټه اخیستل او د پلان جوړونې، پلی کیدو، څارنې پروسو او د ملي پروژو د ارزونې د ښه والي په موخه د خبرتیاوو شریکول دي .
دغه پروژه به دکرنې کارپوهانو سره مرسته وکړي، چې ددې پروژې د شته امکاناتو څخه د ګټې اخیستنې په ترڅ کې وکولای شي، له ځمکې، اوبو او خاورې څخه مناسبه ګټه واخلي او وړاندی ویل شوې پیښدونکي کرنیز زیانونه تحلیل کړي، همدا راز دغه پروژه به د کرنیزو ځمکو څخه د دومداره ګټې اخیستنې په برخه کې د جوړیدونکو مناسبو پلانونو او پالیسیو د لا پیاوړي کیدو په برخه کې مرسته وکړي. بله خوا به کروندګر د ځانګړو وړاندیزونو په ټاکلو او پلي کیدو کې هم ورڅخه ګټه اخلي.
د عمده محصولاتو په دغه سیستم کې به د هرې تولیدونکي سیمې په کچه، له ځمکې څخه د بنسټیزې ګټې اخیستنې، ژوندکولو او د کروندګرو وړتیاوې به پکې وړاندې کیږي. د کرنیز او چاپیریال ساتنې زون سیستم کې به نقشې او تولید شوي معلومات په ملي او محلي کچه سره کروندګرو ته لارښونې کوي، چې څنګه وکولای شي په خپلو کروندو کې ځانګړي محصولات، په ځانګړيو کرنیزو سیمو کې ، د ځانګړو اقلیمي شرایطو په پام کې نیولو سره کښت کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته