
کابل باختر دمرعومي اووه ويشتمه :
دملي امنيت دلوى رياست منسوبانو هغه سړى چې دځانمرګي بريد نيت يې درلود په تخار ولايت کې ونيوه .
دباختراژانس دخبرله مخې، دملي امنيت دلوى رياست ادارې دغه سړى چې فضل احمد نوميږي او دنثار په مستعار نامه سره يې فعاليت کاوه او دوسله والو طالبانو دډلې غړى دى . دتخار ولايت په مرکز تالقانو ښار کې نيولى دى .
نيول شوى سړى دوسله والو طالبانو دډلې په سرې قطعې پورې اړه درلود .
ده اعتراض کړى دى چې ددغې ډلې دمشرانو په لارښوونه د تالقانوښار ته استول شوى و او غوښتل يې چې مشخص هدف وټاکي او وروسته ځانمرګي بريد ترسره کړي .
ختم_ عطاالله _ اکرم