کابل / د وږي ۲۳ مه / باختر
د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیر خان متقي نن غرمه په کابل کې د پاکستان له سفیر منصور احمد خان سره وکتل.
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ په دې کتنه کې د سپین بولدک او چمن تر منځ د هېوادوالو د تګ راتګ پر ستونزو خبرې وشوې او د پاکستان سفیر په یاده برخه کې د اسانتیا رامنځته کولو ژمنه وکړه.
سرچینه زیاتوي چې په کتنه کې په پاکستان کې د مېشتو مهاجرو هېوادوالو د ستونزو پر حل، بشري مرستو او د دواړو هېوادو پر اړیکو هم خبرې وشوې.
ن/ر