امنیت

دوه پاکستاني طالبان په پکتیکا کې ووژل شول

کابل / د غویي ۲مه / باختر
د دوو پاکستانیانو په ګډون ۳ وسله وال طالبان په پکتیکا کې له پولیسو سره په جګړه کې ووژل شول او ۴ نور یې ټپیان شول.
دغه جګړه تېرماښام په وازې خواه ولسوالۍ کې هغه وخت ونښته چې وسله والو طالبانو پر ځيانو برید کړ.
د رارسېدلو خبرونو له مخې؛ دغه طالبان له ډیورنډ کرښې هاخوا پر افغان ځواکونو د برید لپاره پکتیکا ته راغلي وو.
د پکتیکا د امنیې قوماندانۍ ویاند شاه محمد آرین باختر آژانس ته وویل چې په دې جګړه کې د دوو پاکستانیانو په ګډون درې طالبان ووژل شول او څلور نوریې ټپیان شول.
هغه وویل چې په جګړه کې پوځیانو او د کلي اوسېدونکو ته زیان نه دی اوښتی.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
پای/ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته