امنیت

په ميدان وردګو کې دامنيتي مسووليتونو دليږدونې دبهيردڅلورم پړاو پيل

کابل  باخترد کب  دمياشتې  ١ :
دامنيتي مسووليتونو دليږدونې دبهير رييس ډاکتر اشرف  غني احمدزي اوملګري هيئت يې دامنيتي مسووليتونو دليږدونې  دڅلورم پړاو دتطبيق  او دپنځم  پړاو دپيل کولو په خاطر نن دميدان وردګو ولايت  ته ورسيد.
په هغې غونډه کې  چې له همدې امله  دميدان وردګوولايت  دکنفرانسونو په تالارکې    جوړه شوې  وه دميدان وردګو والي عبدالمجيد خوږياڼي  ددغه ولايت دامنيتي حالت  دلازيات تامينولو په خاطر يې ددغه ولايت دمنسوبينو يو لړنظريې او پيشنهادونه  هيئت ته وړاندې کړل.
خوږياڼي زياته کړه چې دميدان ورد ګو ولايت اودکابل _ باميانو اوکابل _ قندهار  دلويو لارو  امنيت دتيرو څلورو مياشتو په نسبت ښه شوى دى.
دامنيتي مسووليتونو دليږدونې دبهير رييس ډاکتر اشرف غني احمدزي وويل  چې دليږدونې بهيردافغانستان داسلامي جمهوريت دجمهوررييس حامد کرزي له فرمان سره سم عملي کيږي او د ٢٠١٤ کال ترپاى پورې به ټول امنيتي  مسووليتونه له بهرنيو  ځواکونو څخه افغان ځواکونو ته وليږدول  شي .
احمدزي څرگنده کړه چې  ٢٠١٤ کال به د ١٩٩٢ کال په شان نه وي  او دانديښنې وړ نه دى .
دغه راز ډاکتراشرف غني احمدزي ، عبدالمجيد خوږياڼي ، دملي دفاع وزارت  دځمکنيو  قواو قوماندان  ډگرجنرال مرادعلي مراد و د ٢٠٣ تندر قول اردو قوماندان جنرال يفتلي  اودملي امنيت دلوى رياست استازي په يوګډ خبري کنفرانس کې  برخه واخيسته او د ژورنالستانو پوښتنو ته يې ځوابونه  وويل.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته