امنیت

اويا کيلوګرامه چرس په سمنګانوکې کشف شول

کابل – باختر د سلواغې دمياشتې ١٨
د سمنګانو ولايت پوليسو ٧٠ کيلوګرامه چرس کشف او ضبط کړل.
د سمنګانو ولايت امنيه قوماندان پاسوال محمد اکرم بيکزاد دباختر آژانس خبريال ته وويل: دغه چرس په يو باروړونکى کاماز موټرکې په ماهرانه ډول ځاى پرځاى شوي و چې د بدخشان له ولايت څخه د بلخ ولايت ته ليږدول کيدل؛ کشف او ضبط شول.
خبرځاى وويل: د قضيې په اړوند د بدخشان ولايت د کشم ولسوالۍ اوسيدونکى محمد آصف نيول شوى دى او په لومړنيو تحقيقاتوکې يې په خپل جرم اعتراف کړى دى .
دا په داسې حال کې ده چې د سمنګانو ولايت د امنيې قوماندانۍ له نشه يي توکو سره د مبارزې منسوبينو په دغو نشه يي توکو سربېره ٤٧٠ کيلوګرامه اپين او هيروين هم کشف او ضبط کړي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته