امنیت

په لسګونو کيلوګرامه نشه يي توکي په سمنګانوکې ضبط شول

-کابل / دزمري ١٤مه /باختر:
د سمنګان ولايت پوليسو  پرون شپيته کيلوګرامه نشه يي توکي ضبط کړل
د سمنګانو ولايت د امنيې قوماندانۍ وياند منير رحيمي  باختراژانس ته وويل چې دغه نشه يي توکي  په يوموټر کې ځاى پرځاى شوي و او ټاکل شوې وه بلخ ته ولېږدول شي چې د پوليسو د پلټنې په بهير کې کشف اوضبط شول.
د دغو نشه يي توکو د لېږدونې په اړوند يو تن نيول شوى دى او په دې باب د پوليسو څېړنې دوام لري .
  ختم – ج –اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته