سیاست

تبصره :

کابل باختردزمري دمياشتې  ٢٧ :
د ١٣٩٣ هجري لمريزکال دزمري دمياشتې اته ويشتمه دهېواد دخپلواکۍ دبيرته ترلاسه کولو  له  ٩٥کاليزې سره سمون لري، ددغې ورځې نمانځنه ددغه هېواد دزرګونوتنو ميړنيو بچيانو وينې ته درناوى  دى چې دخپلې وينې په بيه يې  موږ  سياسي خپلواکۍ ته ورسولو او دخپل هېواد هويت يې  دنړۍ  دآزادو ملتونو ترمنځ تثبيت کړ.
دباخترآژانس مبصر ليکي :پنځه نوي کاله مخکې ځوان افغان باچا غازي امان الله خان او دوفادارو يارانو يې دافغانستان سياسي خپلواکي اعلام کړه او ديو مدرن اوديموکراتيک دولت دجوړولولپاره يې دبنسټ ډبره کيښوده دخپلواکۍ اعلام يو تصادفي او ناڅاپي کار نه و بلکې  زموږ دملت دپرله پسې مبارزې، سرښندنې  اوپوهه وه چې   دنړۍ  له ډير ستر استعمارګر دولت  يعنې انګليس سره  ددريونابرابرو خو مقدسو او هېوادنيو جګړو زمينه برابره  کړه چې  زموږ هېواد دنړۍ دآزادو هېوادونو ترمنځ هويت ولري .
دزمري دمياشتې اته ويشتمه دهېواد خپلواکۍ دبيرته ترلاسه کولو ورځ ديو ستر آرمان تحقق  چې هماغه دافغان ملت  وحدانيت دى  ، چې موږ ته ددې حق راکوي چې هغه دسترې ملې ورځې  او دملي جشن په توګه ونمانځو.
دافغانستان دخپلواکۍ مدافعانو اوملاتړو وکولاى شول پنځه نوي کاله مخکې  خپلواکي اعلام کړي  خو دخپلواکۍ اعلام دستونزو پاى نه و.  دخپلواکۍ له اعلام وروسته افغانستان له نورو ستونزو سره  چې ټولو يې د زړو استعمارګرانو له توطيو او دسيسو سره اړيکې لرلې  مخامخ شو او ويې ښودله چې  موږ خپله سياسي خپلواکي ترلاسه کړه  خو  زموږ اقتصادي اوفرهنګي خپلواکي آن ټولنيزې آزادۍ  هماغه شان تر پوښتنې لاندې وې . دښمن له هرې لارې او هر راز وسايلو څخه استفاده وکړه چې  زموږ  اقتصاد ترخپل کنترول لاندې ولري او  خپله اغيزه  زموږ دخلکو ژوندانه په نورو اړخونو باندې وساتي .
موږ په درايت  او مقدسې  جګړې سره وکولاى شول زوړ استعمار پاى ته ورسوو  هغه استعمار چې دجګړې او دمستقيم تيري له لارې نور  ملتونه ترخپل کنترول لاندې  نيسي  اوخپل نفوذ په هغوي تپي .  داستعمار دغه بڼه  اوس کار نه  ورکوي بلکې خپل ځاى يې  نوي  استعمار ته پريښى دى. په نوي استعمارکې  اغيزمن هېوادونه  دوسله والو ډلګيو په جوړولو ، غير مستقيمو لاسوهنو ، استخباراتي فعاليتونو ، اقتصادي اوټولنيزو فشارونو ، فرهنګي يرغل  اوپه لسګونو نورو ټګيو اوبرګيوسره  هلې ځلې کوي چې په نورو هېوادونو خپل نفوذ عملي کړي او ګټه واخلي . دغه هېوادونه  داستعمار له نوې بڼې څخه په استفادې سره  په دې بريالي شوي دي چې ناڅرګندې  امپراطورۍ  جوړې کړي . له بده مرغه نوي استعمار دافغانستان  په نسبت خپله پاملرنه او همت نه دى بند کړى ، بلکې هلې ځلې يې کړې دي په يو ډول نه يو ډول  زموږ په هېواد کې خپله واکمني او ګټه اخستنه وساتي .
موږ  دسياسي خپلواکۍ له ترلاسه کولو وروسته  داقتصادي ثبات په باب چې دژوندانه  اوکار دټولو زمينو برابرونکي دي  کم فکر کړى دى.
زموږ امنيتي ثبات  دبهرنيو له کينې او دښمنيو ډکولاسوهنو تر سيوري لاندې زيانمن دى دغه  مقوله  بايد هيره نه کړو چې ويلي يې دي  :  هغه هېواد چې اقتصاد نلري سخته  ده چې وويل شي ، بريالى سياست لري .
هغو  کسانو چې په خپلې وينې اوغرور سره يې زموږ سياسي خپلواکي ترلاسه کړه  موږ ته ارزښتناک ميراث په سوغات پريښود اوپه خپله  شهيدان شول . هغوى  دغه پور  دخپل خداى ، خلکو او هېواد په وړاندې ادا کړ. هغوى په يوه تير نسل پورې اړه پيداکوي په داسې حال کې چې راتلوونکي نسلونه به له موږ څخه  وپوښتي چې موږ دسياسي خپلواکۍ  دساتنې لپاره چې له اقتصادي خپلواکۍ سره کلک پيوند لري ، څه وکړل .
که چيرې منصفانه قضاوت وکړو  موږ هغه کار چې بايد ترسره کړى واى  ، ونه کړ اوس موږ يو لړځنده  او بې بنسټه اقتصاد لرو ، زموږ امنيتي ثبات له انديښنو ډک دى  او بهرنۍ لاسوهنې اوتيري زموږ دخلکو  ستونې زبيښي . داټول  ددې څرګندوى دي هغه څه چې  زموږ نيکونو اوپلرونو  موږ ته په امانت پريښي دي  اوس له ګواښونو سره  مخامخ دي  او ددې وخت  له لاسه نه دى وتلى  او زيات فرصتونه پاتې دي چې بايد  دخپل هېواد او خلکوپه ګټه ټکان وخورو او خپل ځان او هېواد په اوسني نازک سياسي حالت کې ووينو ، زموږ سياست وال بايد زموږ دخلکو په يووالي اوپيوستون کې  هلې ځلې وکړي  زموږ سوداګر لکه څنګه چې دخپلو ګټو په فکر کې دي  دهېواد په دننه کې په پانګونې سره خپل ملي پور هم ادا کړي  دغه راز دخلکو نور قشرونه  په زړه سواند کار سره خپله سياسي خپلواکي  داقتصادي خپلواکۍ  او دټولنيزو اوفرهنګي آزاديو په شتون کې  تثبيته کړي  چې موږ بشپړه خپلواکي تمثيله کړو. له بله پلوه سياسي ناخوالې او ناندرې اوپه ځينو حالاتو کې سمتي  شخړې او لانجې ددې هېواد په ګټه نه دي . دخپلواکۍ ساتنه، يو والي ، پيوستون ، متقابل درک او ديوبل منلو ته اړتيالري .  موږ بايد خپله وړتيا  او لياقت له ټولو مخکې په صادقانه يووالي  اوله شخصي  اوګروهي ګټو څخه په تيريدو کې وښيو ، دخپلو خلکود ارادې او نظر درناوى وکړو  دتاريخ په حکم او په ګټورو افغاني دودونو ديوبل ترڅنګ ودريږو  له دې پرته به  سياسي  ستونزې  اواقتصادي ناخوالې موږ  دتباهۍ کندې ته ټيل ووهي  اويوځل بيا به  زموږ سياسي هويت اوملي اراده ترپوښتنې لاندې ونيول شي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته