امنیت

دالقاعده شبکې يو قوماندان له اووه تنو افرادو سره يې ووژل شول .

کابل باختر د وږي  درې ويشتمه :
دملي امنيت لوى رياست  په پکتيکا ولايت کې  له اوو تنو  افرادو سره يې  دالقاعده شبکې  ديوه قوماندان دوژل کيدو خبر ورکړى دى .
  دباختر اژانس دخبر له مخې ، دملي امنيت دلوى رياست  په هغې خبرپاڼه کې  چې په دې باب خپره شوې ده  ويل شوي دي . چې دهيواد دامنيتي ځواکونو دخاصو عملياتو له امله  او دغوڅ ملاتړ دځواکونو په  همکارۍ  په څلورو قرارګاوو ترسره شول  دقوماندان  قسيم ، جنيد ، حسن او خدمه  په نومونو مشهور  دالقاعده شبکې  يو جګپوړي قوماندان خرم  چې دپکتيکا ولايت  دګوملي  ولسوالۍ  په مختار مينه  کلي کې ترسره شول   دغه قوماندان  له اوو تنو افرادوسره يې ووژل شو  او ددوى  څلور قرارګاوې  ويجاړې  او دغه  وسلې او مهمات ترلاسه شوي دي .
  له درې پنځوسو  ماينونوسره يې  نولس ار پي جې توغندي ويشتوونکي ،  له  ګوليو سره يې درې داشکې  ، له شپږ ديرشو مياينونوسره يې يو هاوان  ،  له زرو ګوليو سره يې  يو کلاشينکوف ،  يو دوه اتيا ملي متري توپ ، دوه تومانچې ، دپرسونل ضد پنځلس ماينونه ،  دولس  ريموت کنترول ماينونه ، درې ويشت  لاسي بمونه، شپاړلس سرګلولې ، دپنځه ديرش ملي متري توپ پنځه ويشت ګولۍ  ، څلور مخابرې  ، دچاوديدونکو توکو دلابراتوار يوه دستګاه ، څلور  جي پي اس ، شپږ لب تاب کمپيوترونه ، يو هاردسک ،  څلور موبايلونه ، يوه اندازه نشه يي توکي ، تبليغاتي پاڼې اوطبي لوازم  کشف او ترلاسه شوي دي . 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته