ميمنه باختر دلړم دمياشتې ٢٩ :
نن له غرمې مخکې د فارياب ولايت د ولايتي شورا د پخوانى رئيس قوماندان رحمت الله ترکستاني دسپرلۍ په کاروان وسله وال بريد وشو.
د فارياب ولايت د خواجه سبز پوش ولسوال عبدالله معصومي د باخترآژانس خبريال ته وويل : رحمت الله ترکستانى په داسې حال کې چې د خواجه سبز پوش ولسوالۍ په لور روان و ، دده دبدرګې د کاروان په منځ کې وسله واله نښته رامنځته شوه چې له امله يې د نوموړي يوتن وسله وال ساتونکى له يوتن ملکي وګړي سره ووژل شول.
پيښه د دغې ولسوالۍ دامنيتي مسوولينو تر څيړنې لاندي ده .
1 د یوې دقیقې څخه لږ