کابل باختر د چنګاښ شلمه :
په کابل کې د فوټبال د غوره ليګ سيالۍ نن مازيګر د بيګ بير او شاه کلپ د ټيمونو په لوبې سره دوام مومي .
د کابل دفوټبال فدراسيون مرستيال عبدالبصير قيومي دباختر آژانس خبريال ته وويل چې په کابل کې د فوټبال دغوره ليګ سيالۍ د ديارلسو ټيمونو ترمنځ په غازي لوبغالي کې پيل شوې دي چې هره ورځ دوام مومي او په پرونۍ لوبه کې د امرخيلو ټيم د يوې په وړاندې په دوو سره دکابل دځوانانو ټيم ته ماتې ورکړه .
په کابل کې د فوټبال دغوره ليګ سيالۍ چې د روژې د مبارکې مياشتې په درناوي ځنډولې شوې وې؛ پرون بيا پيل شوې .
2 د یوې دقیقې څخه لږ